طالب ډله دې د افغانستان له حکومت سره نیغ په نیغه خبرې پیل کړي
(last modified Sat, 02 Mar 2019 03:01:19 GMT )
Mar 02, 2019 07:31 Asia/Kabul
  • طالب ډله دې د افغانستان له حکومت سره نیغ په نیغه خبرې پیل کړي

د افغانستان ولسمشر یوځل بیا له طالب ډلې سره د خپل حکومت د مستقیمو خبرواترو د پیلیدو په ضرورت ټینګار وکړ.

د تسنیم خبري آژانس په لیکنه، محمد اشرف غني پرون په یوه وینا کښې، د افغانانو ترمینځ او له طالب ډلې سره د حکومت د نیغ په نیغه مذاکراتو په ضرورت باندې په ټینګار سره وویل: د ملګرو ملتو د امنیت شورا له تور لیسټه د طالب مشرانو د نومونو وتل د افغانستان له حکومت سره له تفاهم پرته ناشونې دي.

د افغانستان ولسمشر یوځل بیا د افغانستان په خاوره کښې د طالب ډلې لپاره د سیاسي دفتر د جوړیدو د وړاندیز په مطرح کولو سره زیاته کړه: له دې لارې حکومت له طالبانو سره د قیدیانو د تبادلې په هکله خبرې اترې کولی شي.

د طالب ډلې په هکله د ولسمشر اشرف غني دا تازه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې په قطر کښې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي دي: که بهرني په تیره بیا امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي نو ټول طالب وسله وال به د دغه هیواد په ملي اردو کښې شامل شي.

 

ټیګونه