په انتخاباتو کښې په نه مداخلت د افغان ولسمشر تاکيد
افغان ولسمشر تاکيد وکړ حکومت چا ته اجازه نه ورکوي چې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې لاسوهنه وکړي.
د آوا خبري اژانس د رپوټ له مخې اشرف غني نن د افغانستان د انتخاباتود کمېشنونو د نوي غړيو د سوګند خوړلو په مراسمو کښې وويل: حکومت اطمينان ورکوي چې د جولائۍ د شلمې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې له هرډول مداخلت او لاسوهنومخنيوے وکړي او امنيتي ځواکونه هم پکار دي د انتخاباتو امنيت ټينګ کړي.
اشرف غني د دې په بيانولوسره چې د افغان ملت اعتماد د انتخاباتي کمېشنونو د غړيولخوا د قانون له عملي کولو سره تړاو لري له هغوي وغوښتل چې د انتخاباتو په چلند کښې د هر ډول غېر قانوني اقدام مخه دې اونيسي.
د يادونې ده چې د افغانستان پارلېماني انتخابات چې د اکتوبر په شلمه وشول تر اوسه يې حتمي نتيجې نه دي اعلان شوې او د بې نظمۍ او د انتخاباتي ټګيو او جرائمو په وجه يې پراخه نيوکې په ځان پسې لرلې دي.