د افغانستان ولسمشر د قندهار د سیلاب ځپلو لپاره سل میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړه
(last modified Sun, 10 Mar 2019 05:54:45 GMT )
Mar 10, 2019 10:24 Asia/Kabul
  • د افغانستان ولسمشر د قندهار د سیلاب ځپلو لپاره سل میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړه

ولسمشر محمد اشرف غني له فراه وروسته بیګا ماښام قندهار ته سفر وکړ او هلته یې د ولایتي چارواکو او قومي مشرانو تر څنګ د سېلاب ځپلو کورنیو له استازو سره ولیدل.

پژواک خبري آژانس لیکلي، افغان ولسمشر چې یوه پلاوي یې هم ملتیا کوله، د قندهار په هوايي ډګر کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو په قوماندانۍ کې یوې غونډې ته وینا هم وکړه.

ولسمشر په پیل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو هوايي لوا وستایله چې په سېلابونو کې ګير سلګونه هېوادوال یې وژغورل او دغه راز له ملي سوداګرو یې مننه وکړه چې په بېړنۍ توګه یې د سېلاب ځپلو لپاره د سرپناه، کمپلو او خوراک اسانتیاوې چمتو کړي.

هغه د قندهار د سېلاب ځپلو لپاره د ۱۰۰ میلیونه افغانیو بېړنۍ مرستې اعلان وکړ چې ۳۰ میلیونه به یې د کرنې په بیارغونې ولګول شي.

دغه راز هغه یادونه وکړه چې د کرنې وزارت له خوا به له سېلاب ځپلو سره د ۱۰۰۰ ټنه اوړو او د کوچیانو د څارویو لپاره د ۱۰۰۰ ټنه خوراک مرسته وشي.

ولسمشر زیاته کړه، له سېلاب ځپلو سره به د روغتیا او د ویجاړو شوو څاګانو د بیا جوړولو په برخه کې هم مرستې وشي.

د دې تر څنګ هغه یادونه وکړه چې د سېلابونو له امله د ویجاړ شوو جوماتونو، پلونو او لارو د رغولو لپاره به وروسته اقدام وکړي.

خو ده ټینګار وکړ چې د زیانمنو شوو کره شمېرې دې راټولې شي، که د زیانمنو شوو شمېر ډېرېږي نو دوی به مرستې هم ډېرې کړي.

نوموړي وویل، یو تخنیکي پلاوی به قندهار ته راشي څو د سېلابونو په مسیر کې شته کورونه معلوم کړي او په بدل کې هغوی ته نورې ځمکې ورکړل شي څو په راتلونکې کې د سېلابونو له خطرونو وژغورل شي.

د افغانستان ولسمشر داسې مهال قندهار ته سفر کوي چې د چارواکو په وینا، دغلته وروستي اورښت او سېلابونو ۹۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې، شاوخوا ۶ زره کورونه یې ویجاړ کړي او په زرګونو جریبه کرنیزې ځمکې او باغونه یې زیانمن کړي دي.

 

ټیګونه