په کابل کښې نن اته کسان وژل شوی
-
له دغه بم چاودنې وروسته د کابل پوهنتون ته نږدې دوه (۲) کیښودل شوي مقناطیسي مائنونه هم کشف او شنډ شول .
زمونږخبریال راپور راکړ د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وویل په هغه بم چاودنه کښې چې نن د کابل پوهنتون ته نږدې وشوه اته (۸)کسان وژل شوی او درې دیرش(۳۳) نور ژوبل شوی دی .
تراوسه کومې ډلې یا کس ددغه بم چاودنې مسولیت پرغاړه نه دی اخیستی .
طالبانو ویلي دي چې دوې د کابل په ننۍ بم چاودنې کښې هیڅ لاس نلري .
له دغه بم چاودنې وروسته د کابل پوهنتون ته نږدې دوه (۲) کیښودل شوی مقناطیسی مائنونه هم کشف او شنډ شول .
دغه بم چاودنه په داسې وخت کښې وشوه چې ټاکل شوی وه د حقوقو د څانګې دوه زه او پینځه سوه (۲۵۰۰) محصیلین په یو لړ مراسمو کښې ګډون وکړی .
په تیرو څو ورځو کښې په کابل کښې یوشمیر بم چاودنې شوی چې له کبله یې په لسګونو کسان مړه او ژوبل شوی دی او طالبانو او داعش ترهګرې ډلې ددغو بریدونو او چاودنو مسولیتونه پرغاړه اخیستی دی .