د پښتو مشهور اديب او شاعر شهيد کړے شو
د پښتو مشهور اديب او شاعر افګار بخاري شهيد کړے شو
د پښتونخوا د پښتو مشهور اېوارډ اخېستونکے شاعر سيد افګار بخاري د نامعلومو ترهه ګرو په ډزو سره شهيد شو.
د پاکستان د خېبر پښتونخوا د پښتو مشهور خوږ ژبے شاعر، اديب او ليکوال سيد ظهور عباس بخاري چې افګار تخلص يې لرۀ بېګا په لکي مروت سيمه کښې په خپله حجره کښې د ناپېژندل شويو مخ پټو وسله والو ترهه ګرو په ډزو سره وويشتۀ چې په موقع شهيد شو.
د هغۀ جنازه بېګا د پوسټ مارټم لپاره د لکي مروت ښار روغتون منتقله کړې شوه.
له دغې واقعې نه پس پوليسو د سيمې د تګ راتګ لارو ناکه بندي وکړه او د قاتلانو د نيولو لپاره يې تفتيش شروع کړے دے. د افګار بخاري د شهادت د خبر په اورېدو د سيمې سني شيعه خلق او د هغه مينه وال سړکونو ته راووتل او د احتجاجي مظاهرو په کولو سره يې د پښتونخوا او پنجاب ترمېنځ انډس نومې لويه لار بنده کړه.
دغه وخت د سيمې د پوليسو مشر قاسم علي خان او ډپټي کمشنر جهانګير اعظم له مظاهره کونکو سره خبرې اترې وکړې او د قاتلانو د نيولو د وعدې په کولو سره مظاهره کونکو خپلې مظاهرې بل وخت ته وځنډولې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د شهيد افګار بخاري قاتلان دې زر تر زره اونيسي او عبرتناکه سزا دې ورکړي.
د يادونې ده چې شهيد سيد افګار بخاري په لکي مروت کښې د شيعه علماء کونسل مشر هم ؤ او له ادبي او کلتوري خدماتو نه علاوه يې علمي، مذهبي او سماجي خدمتونه هم د پام وړ دي او سني شيعه مسلمانانو د اتحاد ستر داعي ؤ او د خوش اخلاقۍ په وجه هر وخت د مختلفو فکري مکتبونو خلق د هغه په محفلونو کښې ناست وو.