وحید عمر: ډزبندی د بین الافغاني مذاکراتو بنیادي شرط دے
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86904-وحید_عمر_ډزبندی_د_بین_الافغاني_مذاکراتو_بنیادي_شرط_دے
په عامه او سټراټيجکو تعلقاتو کښې د افغانستان د ګد حکومت د مشر «اشرف غني» صلاحکار «وحید عمر» وويل، ډزبندي د افغانانو د خپلمنځو خبرو اترو بنيادي شرط دے او د دې شرط پوره کول په طالبانو پورې اړه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 30, 2019 04:15 Asia/Kabul
  • وحید عمر: ډزبندی د بین الافغاني مذاکراتو بنیادي شرط دے

په عامه او سټراټيجکو تعلقاتو کښې د افغانستان د ګد حکومت د مشر «اشرف غني» صلاحکار «وحید عمر» وويل، ډزبندي د افغانانو د خپلمنځو خبرو اترو بنيادي شرط دے او د دې شرط پوره کول په طالبانو پورې اړه لري.

وحید عمر په خپل يو ټوئيټ کښې لیکلي « موږ د ډزبندۍ لپاره واضح دریځ لرو او ډزبندي د بین الافغاني مذاکراتو لپاره اساسي شرط بولو، دا په طالبانو پورې اړه لري، چې د ډزبندۍ په تړاو خپل دریځ واضح کړي، تر هغه وروسته به موږ تبصره او دريځ بیان کړو.»

نوموړي زیاته کړې « هغه مهال، چې د طالبانو او امریکې تر منځ خبرې ختمې شي او طالبان د ډزبندۍ په تړاو پرېکړه وکړي، مونږ به خپل استازي ورولېږو، مذاکره کوونکی پلاوے به د افغان ټولنې د هرې پرګنې استازیتوب کولای شي.»

د وحيدعمر په خبره، دوي مذاکراتو ته تیار دي او د طالبانو او امریکې تر منځ د خبرو ختمېدو ته په طمه دي.

هغه داسې مهال «دزبندي» د بین الافغاني مذاکراتو شرط بولي، چې د ځینو سرچینو په حواله، په دې وروستیو کښې امریکايي لوري طالبانو ته د لس ورځنۍ ډزبندۍ وړاندیز کړے دے.

که څه هم ځيني رسنۍ وایي،  طالبان په  لس ورځنۍ او یا هم هفته ايزې ډزبندۍ سلا شوي؛ خو تر دې دمه لا هم په دې تړاو د طالبانو رسمي نظر ندے څرګند شوے.