افغان حکومت له طالب ډلې سره د جنګ په دوام تاکيد وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86977-افغان_حکومت_له_طالب_ډلې_سره_د_جنګ_په_دوام_تاکيد_وکړ
د افغانستان د دفاع وزارت وياند له طالب ډلې سره د جنګ د دوام په لازموالي تاکيد وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 02, 2020 11:06 Asia/Kabul
  • افغان حکومت له طالب ډلې سره د جنګ په دوام تاکيد وکړ

د افغانستان د دفاع وزارت وياند له طالب ډلې سره د جنګ د دوام په لازموالي تاکيد وکړ.

د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې روح ا... احمدزي نن د افغانستان په فوځي او امنيتي ځواکونو د طالبانو د حملو په ردعمل کښې وويل، د دغه هېواد ځواکونه د صلحې د ټينګښت لپاره جنګيږي، نو ځکه تر هغه وخته چې طالب ډله ډزبندي  ونه کړي له دغې ډلې سره به جنګ دوام ولري.

د افغانستان د دفاع د وزارت وياند دې ته په اشارې سره چې طالب ډلې تر اوسه د صلحې د ټينګښت لپاره ګام نه دے پورته کړې زياته کړه، د افغان امنيتي ځواکونو دنده له ولس  څخه دفاع او ترهه ګرې ډلې په نښه کول دي.

د نوي ۲۰۲۰ ميلادي کال له شروع کېدو سره په يو وخت طالبانو د افغانستان په دريو ولايتونو حملې وکړې چې له امله يې لږ تر لږه اويشت تنه افغان امنيتي ځواکونه ووژل شول.