په کابل کې د جعلي کارونو څوارلس( ۱۴) کسیزه ډله نیول شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87462-په_کابل_کې_د_جعلي_کارونو_څوارلس(_۱۴)_کسیزه_ډله_نیول_شوې
نیول شویو کسانو خپل جرم منلی او له کیونېټ شرکت څخه ۹ کمپیوټرونه، د چل/دوکې ښودنې درسی مواد او یو شمېر نور مهم اسناد د ملی پولیسو لاسته ورغلی دی.
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Jan 23, 2020 14:05 Asia/Kabul
  • په کابل کې د جعلي کارونو څوارلس( ۱۴)  کسیزه ډله نیول شوې

نیول شویو کسانو خپل جرم منلی او له کیونېټ شرکت څخه ۹ کمپیوټرونه، د چل/دوکې ښودنې درسی مواد او یو شمېر نور مهم اسناد د ملی پولیسو لاسته ورغلی دی.

 زمونږ خبریال له غزنی راپورراکړ  دافغانستان په کابل کې د کیونیټ  په نوم یوه شرکت د  دوکه بازو څوارلس کسیزه ډله  چې  په جعلی اقداماتو سره ئې خلکو ته دوکې ورکوې ، پولیسو  نیولې ده .

یادو کسانو د (کیونېټ) په نوم یوه شرکت کې د (څنګه شتمن شئ) تر نامه لاندې فرېبکارانه فعالیت کاوه، چې دلوی څارنوالۍ  د قرار پر بنسټ، او د خلکو د پرله پسې غوښتنو  او اعتراضونو وروسته نیول شوی دی.

د کیونېټ شرکت ۱۴ کسیزې  چینل  د کاذب اعتماد جوړونې او خلکو ته د خیالی شتمنېدو راز د ښودنې لپاره له بېلابېلو لارو چارو لکه: د عامه ذهنونو د بدلولو لپاره د لنډمهالو سیمینارونو پرانیستل، د ځوانانو د جلب او جذب منظم تشکیل جوړول او د شتمنېدو په برخه کې د ستاین لیکو ورکړې خیالی پروګرامونه پر لاره اچول او خلکو نه ئې  پیسې اخیست.

نیول شویو کسانو خپل جرم منلی او له کیونېټ شرکت څخه ۹ کمپیوټرونه، د چل/دوکې ښودنې درسی مواد او یو شمېر نور مهم اسناد د ملی پولیسو لاسته ورغلی دی.

باید وویل شی چې یوه میاشت وړاندې هم د(کیونېټ) په نوم شرکت څو نور کسان هم نیول  شوی ول .