د کابل حکومت له هیڅ لوري سره خبرې نه دي کړي
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د ملي وحدت د حکومت د اجرايي مشر عبدالله عبدالله او د ولسمشر اشرف غني د انتخاباتي ټیمونو د خبرو په هکله راپورونو ته په اشارې سره وویل تراوسه له هیڅ سیاسي لوري سره خبرې نه دي شوي .
هغه پرون وویل د افغانستان ولسمشر اشرف غني هوډمن دی چې د راتلونکي کابینې د جوړولو لپاره د خلکو له استازیو او بیلابیلو سیاسي پرګنو سره مشوره وکړي .
د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او د همپالنې د انتخاباتي ټیم لومړي مرستیال عنایت الله بابر فرهمند پرون وویل د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجو په هکله د عبدالله عبدالله او د اشرف غني د انتخاباتي ټیمونو غونډه وشوه .
په دغه غونډې کښې ویل شوي دي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ولسمشرۍ د لوړې د مراسمو له ځنډولو او عبدالله عبدالله هم د هیواد د والیانو د معرفي کولو د بهیر له درولوسره موافقت کړی دی .
ویل کیږي چې د افغانستان په چارو کښې د امریکا استازی زلمی خلیل زاد په دغو کښې مینځګړیتوب کوي .