د افغانستان حکومت په طالبانو ډلې نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89165-د_افغانستان_حکومت_په_طالبانو_ډلې_نیوکه_وکړه
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ولسمشر دفتر د کابل له حکومت سره د خبرو اترو د بندولو په دلیل په طالبانو ډلې نیوکه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 07, 2020 23:58 Asia/Kabul
  • د افغانستان حکومت په طالبانو ډلې نیوکه وکړه

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ولسمشر دفتر د کابل له حکومت سره د خبرو اترو د بندولو په دلیل په طالبانو ډلې نیوکه وکړه .

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې په یوه (۱) پیغام کښې د خبرواترو د پیلولو لپاره د پلمو په لټولو د طالبانو ډلې په تورنولو سره سره وویل طالبان هیڅ دلیل او پلمه نلري چې د کابل د حکومت او د دغه ډلې خبرې اترې وځنډوي .

هغه وویل که چیرې طالبانو ډله سولې ته ژمنه ده نو د خبرو اترو د ځنډیدا لپاره هیڅ دلیل نشته ځکه چې د افغانستان حکومت د سولې د بهیر لپاره مهم ګامونه پورته کړي دي .

له تیرې اونۍ راهسې د افغانستان  او د  طالبانو د بندیانو د خوشي کیدا لپاره د کابل له حکومت سره د دغه ډلې د استازیو خبرې اترې پیل شوي دي خو په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون د بندیانو د ازادیدا په هکله د افغانستان له حکومت سره د دغه ډلې د خبرواترو د بندیدا خبر ورکړ .