افغانستان کښې یو طالب قومندان وژل شوی دی
Apr 12, 2020 01:15 Asia/Kabul
د افغانستان په وردګ ولایت کښې د طالب ډلې یو قومندان د ملي اردو د ځواکونو په برید کښې وژل شوی دی.
له کابله زمونږ خبریال خبر راکړی چې د افغانستان دفاع وزارت پرون ویلې دي، په حمزه مشهور د طالب ډلې یو قومندان ولي جان د وردک ولایت په سید آباد ولسوالۍ کښې د ملي اردو په هوايي برید کښې سره د پنځو ملګرو وژل شوی او د دغې ډلې اته تنه نور زخمي شوې دي.
خبر زیاتوي چې په یادو عملیاتو کښې له طالبانو څخه ډیره اندازه وسلې او مهمات هم نیول شوې دي.
ټیګونه