افغانستان او ایران د سرحدي پیښې په هکله ګډ تحقیقات کوي
May 07, 2020 00:50 Asia/Kabul
د افغانستان د خارجه وزارت ویاند وویل: ایران د وروستۍ سرحدي پیښې په هکله ګډو تحقیقاتو ته د چمتووالي په اعلان سره په تهران کښې د کابل سفارت ته مکتوب رپورټ لیږي.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، ګران هیواد پرون وویل چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کښې د افغانستان له سفیر سره په رسمي ټیلیفوني تماس کښې، له ایران سره په سرحدي سیند کښې د افغان مهاجرینو د وژل کیدو په هکله له کابل سره ګډو تحقیقاتو ته د ایران د اسلامي جمهوریت د چمتووالي خبره کړې ده.
د ایران خارجه وزارت هم پرون د افغانستان په سرحد کښې د وروستۍ پیښې په هکله د امریکې د خارجه وزیر د مرستیال د مداخله غواړو څرګندونو په غبرګون کښې وویل چې د ایران او افغانستان اړیکې پیاوړې دي او د امریکې ادعا یو تریخ طنز دی.
ټیګونه