اشرف غني دسولې په جارو کې هیڅ صلاحیّت نه لري
د اشرف غني او عبدا... عبدا...تر مینځ د سفارتونو، وزارتونو،ادارو د ویش دڅرنګوالي په باب خبرې اترې روانې دي او دم ګړۍ دواړه لوري د خارجه چارو د مالیې د چارو وزارتونو او لوئې څارنوالۍ د څوکیو په ترلاسه کولو چُنه وهي .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړی ، دافغانستان دثبات او همپالنې دټيم مشر عبدا.. عبدا... وئيلي دي ، اشرف غني د سولې په چارو کې هیڅ ډول صلاحیّت نه لري او په دې باب درستې فیصلې د دغه هیواد مصالحې شورا په وسیله کیږي .
په راپورکې وئيل شوي دي ،په داسې حال کې چې په افغانستان کې د قدرت د ویش لپاره د اشرف غني په مشرۍ له حکومت جوړونې لوري سره د ثبات او همپالنې د ټیم خبرې اترې روانې دي ، عبدا..عبدا... نن په یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ، اشرف غني د سلوې په چارو کې صلاحیت نه لري او دا صلاحیّت ورڅخه اخستل شوی دی .
هغه زیاته کړې ده ، د افغانستان د ولسمشرۍ د ارګ او د سپيدار مانۍ تر مینځ په سیاسی موافقې کې سره موافقه شوې ده څو له سولې سره اړونده فیصلې دمصالحې شورا غوره کړي او د ولسمشرۍ تائید ته هیڅ اړتیا نه لري.
ددغو راپورونو په اساس،د اشرف غني او عبدا... عبدا...تر مینځ د سفارتونو، وزارتونو،ادارو د ویش دڅرنګوالي په باب خبرې اترې روانې دي او دم ګړۍ دواړه لوري د خارجه چارو د مالیې د چارو وزارتونو او لوئې څارنوالۍ د څوکیو په ترلاسه کولو چُنه وهي .