د افغانستان طالبان د سولې هیڅ اراده نلري
May 18, 2020 10:52 Asia/Kabul
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي وویل طالبان یوه (۱) ژمنه ماتونکي ډله ده او په هیواد کښې د سولې لپاره هیڅ نیت نلري .
په کابل ، ننګرهار او پکتیا او نن په غزني ښار کښې له ترهګرۍ حملې وروسته د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت سرپرست مسعود اندرابي له دفاعي او امنیتي چارواکو سره په غونډې کښې طالبانو ډله په هیواد کښې د وروستیو ترهګرو حملو مسوله وبلله .
د افغانستان د کورنیو وزارت سرپرست مسعود اندرابي ټینګار وکړ طالبانو ډله خپلو ژمنو ته له پام کولو پرته د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې حملې کوي او جنګ غوښتونکي او وینه تویونکي ډه ده .
ټیګونه