طالبان د افغانستان دڅوولایتونود نیولوپه تکل کې دی
طالبان په کابل کې دپه روغتون او په ننګرهار کې د جنازې په دستورو کې په ترهه رو حملو اوچاودنو کې لاس درلودلی او له نورو ترهه ګرو ډلو سره ئې خپلې اړیکې لا پیاوړي کړي دي .
د افغانستان دملی امنیت د ادارې سرپرست احمد ضیاء سراج پرون د افغانستان د ولسی جرګې د داخلی امنیت د کمیشن په غونډې کې خبرداری ورکړی ، طالبانو ډله نیّت لري ددغه هیواد څوولایتونه په بشپړ ډول ونیسي .
هغه وئيلي پاکستان پر طالبانو دباؤنه اچوي ،څو دافغانستان څو ولایتونه ونیسي او ددغې ډ لې مشران دغه هیواد ته منتقل کړي .
د افغانستان د ملی امنیت د ادارې سرپرست یو ځل بیا ټينګار کړی ، طالبان په کابل کې دپه روغتون او په ننګرهار کې د جنازې په دستورو کې په ترهه رو حملو اوچاودنو کې لاس درلودلی او له نورو ترهه ګرو ډلو سره ئې خپلې اړیکې لا پیاوړي کړي دي .
له دې سره په یووخت په قطر کې د طالبانو دسیاسی دفتر ویندوي سهیل شاهین هم په یوه خبرداري کې وئيلی دي دغه ډله داعش یا بلې هرې یوې ترهه ګرې ډلې ته د افغانستان له خاورې د استفادې اجازت نه ورکوي.
هغه پرون په یولړ څرګندونو کې وئيلی دي ، دغه ډله د کوم هیواد نیابتي ځواک نه دی او نه غواړي ، دنورو هیوادونو په کورنیو چارو کې ګوتې ووهي . له دې مخکې هم طالبانو ډلې مسئولانو وئيلی وو ،ا مریکا د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې د فعالیت زمنیه برابره کړې ده ، خو دغه ډله په افغانستان کې د داعش پشمول بلې یوې ترهه ګرې ډ لې ته هم د فعالیتونو اجازت نه ورکوي .