له افغان چارواکو سره د خليل زاد کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90229-له_افغان_چارواکو_سره_د_خليل_زاد_کتنه
د افغانستان په چارو کښې د امريکې خاص استازي له افغان چارواکو سره کتنه او د قطر د ماتې خوړلي موافقه ليک د بيا ژوندي کولو په اړه خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 21, 2020 08:27 Asia/Kabul
  • له افغان چارواکو سره د خليل زاد کتنه

د افغانستان په چارو کښې د امريکې خاص استازي له افغان چارواکو سره کتنه او د قطر د ماتې خوړلي موافقه ليک د بيا ژوندي کولو په اړه خبرې اترې وکړې.

د طلوع نيوز خبري چېنل د رپوټ له مخې، زلمي خليل زاد په کابل کښې د افغانستان له ولسمشر او د ملي روغې جوړې د عالي شورا له مشر سره کتنه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې طالبان به د حملو بندولو او ډزبندۍ ته وهڅولې شي.

د طالبانو او افغان حکومي بنديانو آزادي، د افغان ډلو او طالبانو ترمېنځ د صلحې خبرې اترې له اشرف غني او عبدا... عبدا... سره د دغه افغان تباره امريکائي ډېپلومېټ د بحث وړ موضوع ګانې وې.

تېره هفته هم دغه افغان تباره امريکائي ډېپلومېټ د قطر په موافقه ليک باندې د امريکې د پابندۍ په اړه د عامه افکارو د غولولو لپاره قطر، هند او پاکستان ته سفرونه وکړل چې بې له څه نتيجې واشنګټن ته ستون شو.