د افغانستان حکومت په پاکستان کښې له هوايي پیښې خواشیني څرګنده کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90291-د_افغانستان_حکومت_په_پاکستان_کښې_له_هوايي_پیښې_خواشیني_څرګنده_کړه
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کراچۍ کښې د پاکستان د یوې مسافري الوتکې له نسکوریدو خواشیني وښودله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 24, 2020 02:10 Asia/Kabul
  • د افغانستان حکومت په پاکستان کښې له هوايي پیښې خواشیني څرګنده کړه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کراچۍ کښې د پاکستان د یوې مسافري الوتکې له نسکوریدو خواشیني وښودله.

آریا نیوز خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان خارجه وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کښې د سند صوبې په مرکز کراچۍ کښې د پاکستان د هوايي چلند د یوې مسافروړونکې الوتکې د نسکوریدو په وجه د دغه هیواد له حکومت او ولس او د دغې پيښې له قربانیانو سره غمرازي څرګنده کړه.

د ویلو ده چې د جمعې په ورځ د پاکستان یوه مسافري الوتکه په ۱۰۸ تنه مسافرو او کرو سره په کراچۍ کښې ولویدله چې پرته له دوو تنو، نور ټول سپاره کسان یې مړه شوې دي.

د پاکستان سول ایوي ایشن د الوتکې د انجڼ بندیدل او د هغې د لینډنګ ګیر نه خلاصیدل د دغې پیښې علت بللی دی.