په لغمان کې په قومي نښتې کې ۱۴کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي
د کوچني اختر په لومړۍ شپه د الیشنګ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې پر یو کور د توپ میرمي د لګیدو له امله څلور تنه کوچنیان ووژل شو او دیارلس تنه نور چې میرمنې او کوچنیان پکی وو سخت ژوبل شول .
زمونږ خبریال له ننګرهاره راپور راکړ د افغانستان د لغمان د والی ویاند اسدا....دولتزی وائي تیر ماښام ناوخته ددغه ولایت په دولت شاه ولسوالۍ اړوند سیمې کې د دوو قومونو تر مینځ دځینو پخوانیو شخصي ستونزو له امله لومړی لفظي شخړه رامینځته شوې او وروسته دا لفظي شخړه پر وسله والې نښتې بدله شوې .
دوالي ویاند وایی دوسله والې نښتې له امله ددواړو لورو شپږ تنه وژل شوي او څلور نور ئې ژوبل شوی دي. هغه وویل له څه مهال وروسته نښته پای ته ورسیده او اوس هلته امنیتی ځواک رسیدلی او وضیعت بیرته عادي حالت ته ګرځیدلی دی . خو په سیمه کې عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي چې د دواړو قومونو ترمینځ وسله والې نښتې څو ساعته دوام وکړ چې له امله یی شپږ تنه ووژل شول او تر لسو زیات ژوبل شول. په دې وروستیو کې د لغمان ولایت د ناامنۍ ګڼ خبرونه ورکول کیږي چې تر ډیره پکی ولسي وګړو ته دسر او مال زیان وراوړي . د کوچني اختر په لومړۍ شپه د الیشنګ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې پر یو کور د توپ میرمي د لګیدو له امله څلور تنه کوچنیان ووژل شو او دیارلس تنه نور چې میرمنې او کوچنیان پکی وو سخت ژوبل شول .