د هرات د حوزوي روغتون ۶۰ فيصده ډاکټران او کار کوونکي په کورونا اخته شوي دي
(last modified Fri, 05 Jun 2020 01:31:48 GMT )
Jun 05, 2020 06:01 Asia/Kabul
  • د هرات د حوزوي روغتون ۶۰ فيصده ډاکټران او کار کوونکي په کورونا اخته شوي دي

د هرات د حوزوي روغتون چارواکي وائي، د دغه روغتون ۶۰ فيصد د رهبرۍ غړي، روغتیايي متخصصین، ډاکټران، روغتیاپالان او عام کار کوونکي په کورونا وبا (کوویډ۱۹ بيمارۍ) اخته شوي دي.

د افغان سرچينو له مخې د یاد روغتون مشر ډاکټر عارف جلالي چې خپله هم په کورونا وبا اخته دے رسنیو ته ویلي، د دغه روغتون یو شمېر نور کار کوونکي هم د کورونا وبا شکمنې نښې لري، چې ټاکل شوې په راتلونکو ورځو کې یې روغتیايي ازماینې ترسره شي.

نوموړي زياته کړه، یو شمېر ډاکټران د قرنطینه مودې له پوره کېدو وروسته بیرته خپلو دندو ته راګرځېدلي؛ خو د کورونا په وبا د اخته ناروغانو ستونزو ته د لاسرسي لپاره هڅې رواني، چې په دې روغتون کښې نوي کار کوونکي وګمارل شي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې د هرات د ۶۰۰ بستریز حوزوي روغتون په بیلابیلو څانګو کې شاوخوا ۲۰۰۰ تنه روغتیايي متخصصین، ډاکټران، روغتیاپالان او عام خدمتګاران په دندو بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ په هرات کې د کورونا وبا د تشخیص او درملنې شیدايي روغتون ۱۳ تنو ډاکټرانو له دې امله  ډله ییزه استعفا ورکړه، چې په خبره یې د چارواکو لخوا سختو وضع شوو مقرراتو یې ژوند د کورونا وبا له خطر سره مخ کړی ؤ.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د وروستیو شمېرو ترمخه دا مهال په دغه هېواد کښې ټولټال ۱۸۰۵۴ تنه په کورونا وبا اخته دي، چې له دغو څخه ۳۰۰ تنه وفات شوي او ۱۵۸۵ تنه نور بیا بیرته رغیدلي دي.

 

ټیګونه