سولې ته د رسېدو یوازنۍ لاره بینالافغاني خبرې دي
ډيری شناندي او کارپوهان وائي د زلمي خلیلزاد دغه سفرونه او همداراز د طالبانو ډلې او امریکایانو ترمینځ روغې جوړې د افغان ملت لپاره هیڅ ګټه نه ده درلودلې او ورځ تر بلې د وینو بهیدا لاپسې زیاته شوې هم ده .
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ د ناټوموسیسې عمومي منشي ینس سټولټنبرګ بیګا په یولړ څرګندونو کې وئيلي ، د افغانانو ترمینځ د سولې د خبرو ملاتړ کوي، خو د ناټوپوځيان به د افغان امنیتي ځواک ملاتړ او روزنې ته دوام ورکړي.
د ناټو موسیسې عمومی منشي بیګا په یوې انلاین غونډې کې پخپلې وینا کې همداراز ویلي ،د افغانستان د سولې لپاره د هرې هڅې ملاتړ کوي، او په تېرو ۲۰ کلونو کې د ناټو تر ټولو لویه لاسته راوړنه ،د افغانستان امنتي او دفاعي ځواکونه دي.
ښاغلی سټولټنبرګ زیاته کړې ، مونږ د امریکا او طالبانو ترمینځ د موافقې هرکلی کوو ،ځکه دا په افغانستان کې د اوږد مهالې سولې لپاره لومړی او تر ټولو مهم پړاو دی. په افغانستان کې تلپاتې سوله هغه مهال واکمنیدلی شي چې افغانان په خپلو کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت سره خبرې اترې وکړي ،د دې ملاتړ کوو او فکر کوو چې تر ټولو غوره لاره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ او روزنه ده چې هغوی په خپله په خپل هېواد کې سوله او امنیت ټينګ کړي .
د ناټو عمومي منشي په داسې حال کې د افغانانو ترمینځ د سولې د مذاکراتو خبره کړې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سیمې ته خپل نوی سفر پیل کړی دی .البته ډيری شناندي او کارپوهان وائي د زلمي خلیلزاد دغه سفرونه او همداراز د طالبانو ډلې او امریکایانو ترمینځ روغې جوړې د افغان ملت لپاره هیڅ ګټه نه ده درلودلې او ورځ تر بلې د وینو بهیدا لاپسې زیاته شوې هم ده .