د افغانستان سوله اوثبات د سیمې لپاره اړین دی
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خیلیزاد سره لیدنه کړې او د افغانستان د سولې دبهیر د پرمختګ او د دوو اړخیزو اړیکو په باب خبرې اترې کړي دي .
زمونږخبریال د د نیا نیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ د پاکستان د پوځ عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه چې نن په یوه ورځني سفر کابل ته تللی د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره ئې لیده کاته کړي او وئيلي ئې دي ، دافغانستان سوله اوثبتا د دسیمې په تیره بیا د پاکستان سوله او ثبات دی او که دغه ګاونډی هیواد ثبات ونه لري ، نو درسته سیمه ورځيني کړیږي.
جنرال باجوا چې د پاکستان دپوځ داستخباراتي ادارې ائي ایس آئي مشر هم ورسره ملګری دی ، ټاکل شوي ځينو نورو لوړ پوړو افغان سیاسی او پوځي چارواکو سره هم لیده کاته وکړي .
ددې کتنې نور جزیات د خبر ترمخابیره کیدا پورې نه دی خپره شوي .
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم چې له ۲۰۰۸کاله تر ۲۰۱۲کال پورې په کابل کې د دغه هیواد سفیر هم پاتې شوی خپل رسمي کار پیل کړی او پخپلو لومړنیو فعالیتونو کې ئې د افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خیلیزاد سره لیدنه کړې او د ا فغانستان د سولې دبهیر د پرمختګ او د دوو اړخیزو اړیکو په باب خبرې اترې کړي دي .