د افغانستان د نوې کابینې د پوره کولو لپاره د اشرف غني هڅې
(last modified Sun, 14 Jun 2020 08:49:37 GMT )
Jun 14, 2020 13:19 Asia/Kabul
  • د افغانستان د نوې کابینې د پوره کولو لپاره د اشرف غني هڅې

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د نوې کابینې د پوره کولو په هڅه کښې، د دریو وزارتونو معادن، معارف او د کلتور او اطلاعاتو وزیران معرفي کړل.

دغه مراسم، چې په ارګ کې ترسره شو، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کانونو او پټرولیمو وزارت لپاره هارون چخانسوري، د پوهنې وزارت لپاره مېرمن رنګینه حمیدي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لپاره محمد طاهر زهیر د سرپرست نوماند وزیرانو په توګه معرفي کړي دي.

 ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر پرون مازدیګر د دغو نوماندانو د معرفۍ احکام ورکړي دي.

له دې وړاندې حکومت مالیې، ښځو چارو، عامې روغتیا او ښار جوړونې وزارتونو ته هم نوي سرپرست او نوماند وزیران معرفي کړي دي.

لا معلومه نه‌ده چې دغه نوماندان به د ولسي جرګې له‌خوا څه وخت د باور رایې اخلي.

 

ټیګونه