هغه طالب بندیان هم خوشی کول پیل شوي چې خطرناک بلل شوي وو
(last modified Sun, 26 Jul 2020 11:31:33 GMT )
Jul 26, 2020 16:01 Asia/Kabul

دا دهغه شپږ سوه طالب بندیانو په ډله کې وو چې طالبانو ئې د خوشې کولو غوښتنه کوله، خو افغان حکومت ویلی وو، دوې د جنایی جرمونو په تړاو د دوسیو د لرلو له امله نه خوشې کوي او طالبان یی باید په بدل کې د نورو طالب بندیانو د خوشې کولو نوملړ حکومت ته ورکړي.

زمونږ خبریال  له ننګرهاره راپور راکړ یوې حکومتي سرچینې دنوم نه ښودلو په شرط خبري رسنیو ته ویلی چې افغان حکومت بیګا د کابل له څرخي پله زندانه ۵۱  طالب زندانیان خوشی کړل دغه حکومتي سرچینی ویلی،  دا دهغه شپږ سوه طالب بندیانو په ډله کې وو چې طالبانو ئې  د خوشې کولو غوښتنه کوله، خو افغان حکومت ویلی وو، دوې د جنایی جرمونو په تړاو د دوسیو د لرلو له امله نه خوشې کوي او طالبان یی باید په بدل کې د نورو طالب بندیانو د خوشې کولو نوملړ حکومت ته ورکړي.یادې حکومتي سرچینی ویلی چې راتلونکو څلرویشت ساعتونوکې به ۷۰  نور د همدې برخلیک لرونکي طالب بندیان هم  دبګرام له زندان نه خوشې شي .افغان حکومت تر اوسه  خواوشاه څلو رنیم زره طالب بندیان خوشې کړي دي. تیره ورځ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلی و که افغان حکومت له لوی اختر وړاندی د ورکړل شوې نوملړ مطابق د پنځه زره طالبانو د خوشي کولو لړۍ بشپړه کړي نو طالبان به هم له خپلو زندانونو بندي حکومتي عسکر ورخوشې او له لوی اختر وروسته به مخامخ له حکومت سره بین الافغاني خبرې پیل کړي.افغان حکومت په خپلو تازه څرګندونوکې ویلي چې له بنده خوشې شوي طالب زندانیان له ورکړل شوي ژمنې سره سره دجګړو لیکو ته ستنیږي .خو دطالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایی دوی له بنده خوشې شویو طالبانو ته ویلی چې په خپلو کورونو کې ارام وکړي. شاهین دغه راز دافغانستان دملي امنیت پر ادارې تور پوری کړ چې له بنده خوشې شوې طالبان له کورونو بیرته نیسي خو افغان حکومت دا تورونه رد کړي دي بل پلو دافغانستان د سولې لپاره دامریکا استازی زلمی خلیل زاد یو ځل بیا دوحې،بلغاریا،ناروۍ،اسلام اباد او کابل ته په سفر وتلی دی.

 

ټیګونه