په ننګرهار کې د کرونا ویروس ناروغانو د تجرید مرکز ته د مصنوعي ساه کښلوتجهیزات ورکړل شوې
دا دهغه پنځه سوه دستګاؤ برخه ده چې عامې روغتیا وزارت له هیواده د باندې پیرلې دي.
زمونږخبریال راپور راکړ د افغانستان د ننګرهار دعامې روغتیا ریس ډاکتر نصیر احمد دوراني په یوه خبری ناسته کې وویل د عامې روغتیا وزارت د ننګرهار ولایت د کرونا ویروس د تجرید مرکز ته ۲۳ دمصنوعي ساه کښلو دستګاوې چې ټول ټال قیمت یی کابو پنځلس ملیونه افغانۍ کیږي ورکړې . نوموړي وویل دا دهغه پنځه سوه دستګاؤ برخه ده چې عامې روغتیا وزارت له هیواده د باندې پیرلې دي.ډاکتر نصیر دوراني وویل تر دې وړاندې هم عامې روغتیا وزارت دننګرهار تجرید روغتون ته شپږ پایی دمصنوعي ساه اخیستنې دستګاوې ورکړې وې . ډاکتر دوراني وویل دا دستګاوې به داړتیا له مخې په روغتیایی مرکزونو وویشي او په دې توګه به د کرونا ویروس ناروغانو د تجرید پر مرکز دناروغانو فشار راکم شي .هغه وویل په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو د راکمیدو له امله دا مرکز له سلو بسترو پنځوسو بسترو ته راګم شویدی. هغه وویل اوس کولای شي موجودو ناروغانو ته ښه روغتیایی خدمتونه وړاندی کړي.دننګرهار دکرونا ویروس ناروغانود تجرید مرکز ته دمصنوعي ساه اخیستلو دا دستګاوي داسی مهال ورکول کیږي چې دپخوا په پرتله په افغانستان کې د کرونا ویروس دمثبتو پیښو ګراف مخ په کمیدو دی خو دعامې روغتیا وزارت چارواکي وایي ځینوګاونډیو هیوادونوکې د کرونا ویروس وروستیو پيښو ته پام سره په افغانستان کې بیا دکرونا ویروش د چټکې خپریدنې اندیښنه لري.