طالبانوډله له افغان حکومت سره خبرواترو ته تیاره ده
د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم د مشورتي لوئې جرګې له فیصلې وروسته دغه خبره منلې او نن ئې د څلور سوه طالب بندیانو د خوشي کیدا فرمان لاسلیک کړی دی .
روئيټرز خبري آژانس راپورورکړی، طالبانو ډلې بیګا د افغانستان دحکومت له خوا ددغې ډلې دپاتې څلور سوه بندیانو د خوشي کیدا لپآره د افغانستان د مشورتي لوئې جرګې د موافقې په هرکلي سره د بین الافغاني خبرواترو لپاره چمتووالی اعلان کړ .
د افغانستان مشورتي لوئې جرګې پرون ناوخته له درو ورځنیو خبرواترو وروسته دپایزې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو ډلې د پاتې څلور سوه بندیانو له خوشي کیدا سره مشروطه موافقه کړې ده .
د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم د مشورتي لوئې جرګې له فیصلې وروسته دغه خبره منلې او نن ئې د څلور سوه طالب بندیانو د خوشي کیدا فرمان لاسلیک کړی دی .
داپه داسې حال کې چي د افغانسان د سولې دعالی شورا مشر عبدا.. عبدا... په همداروستیو کې وئيلي دي ، اوس د طالبانو ډلې لپاره دبین الافغاني خبرواترو د ځنډولو هیڅ پلمه نه ده پاتې شوي او باید بې له ځنډه دغه خبرې اترې د افغانانو په مشرۍ او واکوالۍ سره پیل شي .