د بندیانوله خوشي کیدایوه اونۍ وروسته بین الافغاني خبرې پیلیږي
دافغانستان حکومت د ۴ سوه طالب بندیانو د خوشي کولو یا نه خوشي کولو په باب ددغه هیواد لویه جرګه بللې وه چې وړمه ورځ ئې په مشروط ډول ددغو طالب بندیانودخوشي کولو فیصله کړې ، چې د کابل حکومت د غه کسان ډاکووان ،قاتلان ،برمتګر او چاقچبر بللي وو .
تسنیم خبري آژانس راپور ورکړی ، په قطر کې د طالبانو ډلې دسیاسی دفتر ویندوي سهیل شاهین دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي،د افغانستان له حکومت سره به د خبرواترو لومړنی پړاؤ په قطر کې ترسره شي او لهدې وروسته به ددواړو لورو په مشورې سره د خبرواترو د پرمخ بیولو لپاره بل ځاي وټاکل شي .
سهیل شاهین د افغانستان له حکومت سره د اور بند د ټينګیدا په باب هم وئيلی دي،د خبرواترو په پړاؤ کې به په دې اړه هم فیصله وشي د افغانستان حکومت د ۴سوه طالب بندیانو د خوشي کولو یا نه خوشي کولو په باب ددغه هیواد لویه جرګه بللې وه چې وړمه ورځ ئې په مشروط ډول ددغو طالببندیانودخوشي کولو فیصله کړې،چې د کابل حکومت د غه کسان ډاکووان ،قاتلان ،برمتګر او چاقچبر بللي وو .