د افغانستان ولسمشر غني د دغه هیواد د خپلواکۍ د ۱۰۱ کالیزې په درناوي د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده
د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني نن سهار د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۱ کالیزې په درناوي ملي دفاع وزارت کې د استقلال څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.
د آوا خبري آژانس د راپور له مخې، په دغو مراسمو کې د جمهوررییس دویم مرستیال استاد سرور دانش، د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس، د ملي امنیت سلاکار، د مشرانو جرګې رئیس، د کابینې او ملي شورا یو شمېر غړو او د جمهوري ریاست سلاکارانو، د افغان پوځ یو شمېر جنرالانو او افسرانو او په کابل کې د دوستو هیوادونو ځینو سفیرانو او استازو حضور درلود. سل کاله مخکې، امان الله خان د زمري پر ۲۸مه د راولپنډۍ د سولې تړون له توشیح کېدو وروسته پر دې ورځ د هېواد ازادي ولمانځله او له افغانانو یې وغوښتل چې تر دې وروسته به دا ورځ د هېواد په تاریخ کې د ملي ورځې په توګه ولمانځي. افغانان وايي، د خپلواکۍ د ورځې له لمانځلو نه یې هدف د شاه امان الله خان غازي د ارمانونو پوره کول دي.