د لویدیځو هیوادونو لاسوهنه د خبرو د ځنډیدا سبب ده
اریانا نیوز خپري اژانس راپور ورکړ د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا ویاند فریدون خوزون په قطر کښې د سولې په خبرو کښې د ځنډ علت د لویدیځو هیوادونو لاسوهنه وبلله .
فریدون خوزون وویل ځینو لویدیځو هیوادونو د یوشمیر طالب بندیانو له خوشي کیدا سره مخالفت کړی دی او همدغه چاره سبب شوي ده چې د قطر د سولې خبرې وځنډیږي .
هغه کوم هیواد ته اشاره ونکړه .
د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مرستیال اسد الله سعادتي هم وویل په قطر کښې په بین الافغاني خبرو کښې د ګډون لپاره عبدالله عبدالله ته بلنه ورکړل شوي خو هغه تراوسه په دې زمینه کښې هیڅ فیصله نه ده کړي .
له دې مخکې د افغانستان د ولسمشر د دفتر ویاند صدیق صدیقي ویلي وو تر هغه وخته چې طالبان یوشمیر حکومتي بندیان خوشي نکړي د دغه ډلې پاتې درې سوه شل (۳۲۰) بندیان به هم خوشي نشي .
ټاکل شوي ده چې د افغانستان حکومت د سولې د مشورتي لویې جرګې د موافقې پراساس د طالبانو ډلې څلور سوه (۴۰۰) بندیان خوشي شي چې له دغه ډلې سره خبرې اترې پیل شي .