د صلحې په بهیر کښې د اوسني نظام د ړنګیدو اجازه نه ورکوو
(last modified Sat, 12 Sep 2020 03:09:43 GMT )
Sep 12, 2020 07:39 Asia/Kabul
  • د صلحې په بهیر کښې د اوسني نظام د ړنګیدو اجازه نه ورکوو

د افغانستان ولسمشر په قطر کښې د بین الافغاني مذاکراتو په درشل کښې په خپل هیواد کښې موجوده نظام ساتنه ضروري وبلله.

د افغانستان ولسمشر په قطر کښې د بین الافغاني مذاکراتو په درشل کښې په خپل هیواد کښې موجوده نظام ساتنه ضروري وبلله.

محمد اشرف غني پرون وویل: د افغانستان حکومت هیڅ چا ته د صلحې په بهیر کښې د روان نظام د پاشل کیدو اجازه نه ورکوي او له طالبانو سره د خبرواترو په پروګرام کښې داسې هیڅ شی نشته.

هغه د اوسني نظام ساتل او سیاسي حل لاره چې ټول خلک په کښې ګډون ولري، د افغانستان د حکومت له اهدافو وبلل او ویې ویل: پایداره صلحه د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په همت او برکت ټینګیږي.

 

ټیګونه