د آسیاپراختیائي بانک افغانستان سره سل ملیون ډالري مرستې کوي
د آسیاپراختیائي بانک پخپلو تر ټولو وروستی راپور کې لیکلي دي،په ۲۰۲۰کال کې کرونائي بحران او اهمداراز په افغانستان کې دسیاسی اوامنیتی ترینګلتیاؤ دوام لامل شوی څو ددغه هیواد اقتصادي وده سږکال تر وروستیو پورې ډیره کمه شي .
زمونږخبریال د آریانیوز خبری چینل له قوله راپورراکړ،په افغانستان کې د آسیائي پراختیائي بانک مشري نریندرا سینګرو وئيلي دي،چې دغه بانک په افغانستان کې سل میلیون ډالري پانګونه کوي او دغه پانګونه به د کرونائي بحران له اقتصادي اغیزو سره دمبارزې لپاره ډير زر وړاندې شي .
په عین حال کې د افغانستان ولسمشراشرف غني په دغه هیواد کې د آسیاپراختیائي بانک له مشري سینګرو سره د ویډیو ئي کنفرانس له لارې خبرې کړي او دواړو لورو د انرژۍ او ټرانسپورټ په برخو کې هم له افغانستان سره ددغه بانک د مرستو د دوام په باب بحث اود نظر تبادله کړې ده .
د آسیاپراختیائي بانک پخپلو ترټولو وروستی راپورکې لیکلي دي،په ۲۰۲۰کال کې کرونائي بحران او اهمداراز په افغانستان کې دسیاسی اوامنیتی ترینګلتیاؤ دوام لامل شوی څو ددغه هیواد اقتصادي وده سږکال تر وروستیو پورې ډیره کمه شي .