د داعش، القاعدې او حقاني ډلو له مینځه وړل اړین دي
په قطر کې د طالبانو او کابل حکومت داستازو ترمینځ د سولې دخبرواترو د پیلیدا له وخت راهسې تر دې دمه بیا هم په افغانستان کې د طالبانو حملې زیاتې شوي او د ملګروملتو د احصایو په اساس ، له تیرو شپږو میاشتو سره په پرتله کې په دغې مودې کې د عامو افغانانانو مرګ ژوبلې په بې مخینې ډول زیاتې شوي دي .
زمونږخبریال د صدای افغان خبري آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا مشر عبدا... عبدا... نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،که طالبان په افغانستان کې جنګ پاي ته ورسوي ،نو د داعش ،القاعدې او حقاني ترهه ګرې ډلې به ددغه هیواد د حکومتي ځواک په پراخو حملو اوټکونو سره بشپړ ماته وخوري .
ډاکټر عبدا...عبدا...منلې ده القاعدې ترهه ګره ډله چې تردې دمه ئې د افغانستان،عراق او سورئې پشمول په ځينو هیوادونوکې ډير زیات جنایتونه کړي دي ، په دغه هیواد کې فعاله ده .
هغه همداراز په قطر کې له طالبانو ډلې سره دبین الافغاني سولې دخبرواترو په پرمختګ امیدواري وښودله او زیاته ئې کړه ، طالبان پوهیږي ، چې د جنګ له لارې خپلو موخو ته نشي رسیدلی اوپه افغانستان کې ئې یوازینۍ حل لاره ، اوربند او د حملو او ترینګلتیاؤ پاي ته رسول دي .
په قطر کې د طالبانو او کابل حکومت داستازو ترمینځ د سولې دخبرواترو د پیلیدا له وخت راهسې تر دې دمه بیا هم په افغانستان کې د طالبانو حملې زیاتې شوي او د ملګروملتو د احصایو په اساس ، له تیرو شپږو میاشتو سره په پرتله کې په دغې مودې کې د عامو افغانانانو مرګ ژوبلې په بې مخینې ډول زیاتې شوي دي .
البته ډيری شناندي او کارپوهان وائي دغو خبرواترو تر دې دمه د افغان ولس لپاره هیڅ مثبته نتیجه نه ده وړاندې کړې .