په غزني ولایت کښې (۶) تنه وسلوال وژل شوی دي
دغزني ولایت سیمه ایز چارواکي په دې ولایت کې د (۶) تنو وسله والو مخالفینو د وژل کیدو خبر ورکوي.
ددې ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وایي چې تېره شپه ناوخت شاوخواه (۹:۰۰) بجي د غزني ولایت مرکز اړوند د پنځمي امنیتي حوزې اړوندود (بکاول) په سیمه کې وسلوال مخالفینو د افغان امنیتي ځواکونو په یوه بیز باندي باندی برید کړی چې دمرستندویو ځواکونه په ورتګ سره یاد بریدو په شا تمبول شو.
جمعه زاده زیاتوي د مرستندویو ځواکونو په بیرته راستندو سره وسله والو مخالفینو غوښتل یادو مرستندویو ځواکونو ته د لویې لارې په اوږدو کې ماین ځای پر ځای کړي چي خپل ماین پرې چاودنه کړې دچاودنې په ترڅ کې (۵) تنه وسلوال وژل شوي ده .
جمعه زاده وايي دغه راز یو بل ماین د دریمی امنیتي حوزي اړوند د (احمد اباد) سیمه کې هم وسلوالو ځای پر ځای کولی چي ماین چاودنه کړې او په ترڅ کې یو وسلوال وژل شوی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څّه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې شپږ ورځې وړاندې هم په غزنې کې دیو پاکستاني په ګډون (۱۹) تنه وسله والو طالبان وژل شوي وو.