د طالبانوپه حملې کې بیا د لسګونوکسانو وینه بهیدلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93653-د_طالبانوپه_حملې_کې_بیا_د_لسګونوکسانو_وینه_بهیدلې_ده
دغه حملې او بم چاودنې په داسې حال کې کیږي ، چې د افغانستان حکومت او طالبانو دله په قطر کې د امریکا په څارنې سره د بین الافغاني خبرو اترو لپاره له تیرې یوې میاشتې راهسې ځانونه تیاروي ، خو تر دې دمه ئې کومه مثبته نتیجه نه ده درلودلې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 20, 2020 08:50 Asia/Kabul
  •   د طالبانوپه حملې کې بیا د لسګونوکسانو وینه بهیدلې ده

دغه حملې او بم چاودنې په داسې حال کې کیږي ، چې د افغانستان حکومت او طالبانو دله په قطر کې د امریکا په څارنې سره د بین الافغاني خبرو اترو لپاره له تیرې یوې میاشتې راهسې ځانونه تیاروي ، خو تر دې دمه ئې کومه مثبته نتیجه نه ده درلودلې .

 شین هوا خبری آژانس راپور ورکړی،د افغانستان دکندوز ولایت ځايچارواکو وئيلي دي،په کندوز ولایت کې د وسلوالو طالبانو په حملې کې چې  په امام صیب ولسوالۍ کې پر امنیتي پستو کړي،شپږ امنیتی ماموران وژلي،البته  په ځوابي  ډزو کې اته وسلوال طالبان هم وژل شوي او یوشمیر نور هم ټپیان شوي دي .

 په دغه راپور کې وئيل شوي دي،وسلوالو طالبانو همداراز دپوځ په یوې ګزمې هم حمله کړې چې په دغې نښتې کې هم دواړو لورو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي .

 یو بل خبر دا چې د افغانستان په وردګ ولایت کې د ګاډو په لاره کې په دوو بم چاودنو کې اته کسان وژل شوي او شپږ نورهم ټپیان شوي دي.وئيل کیږي دا ټول عام کسان دي او ماشومان هم پکې ترسترګو کیږي .

 دجلریز ولسوال  نن سهار  ددغې ولسوالۍ  په  ښاری سیمې کې د عامو خلکو  پر ګاډو دغه چاودنې شوي  چې دغه مرګ ژوبلې ئې اړولی دي .

 دغه حملې او بم چاودنې په داسې حال کې کیږي،چې د افغانستان حکومت او طالبانو دله په قطر کې د امریکا په څارنې سره د بین الافغاني خبرواترو لپاره له تیرې یوې میاشتې راهسې ځانونه تیاروي ، خو تر دې دمه ئې کومه مثبته نتیجه نه ده درلودلې .