ګلبدین حکمتیار د پرَدیو په اشارو غږیږي
د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ ویندوي صدیق صدیقي هم په دغه هیواد کې د موقته حکومت د جوړیدا په باب دحکمتیار دڅرګندونو په غبرګون کې وئيلي دي ، هغه په وروستیو کلونو کې له حکومتونو سره له مخالفتونو او له دغه شان څرګندونو پرته ، دافغانستان د ملت لپاره بل هیڅ پیغام نه دی درلودلی .
تسنیم خبری اژانس راپور ورکړی ، د افغانستان د ولسمشر مرستیال او ویندوي شاه حسن مرتضوي پرون ناوخته د ګلبدین حکمتیار د څرګندونو په غبرګون کې وئيلي دي ، حکمتیار د موقتي حکومت دنسخې پلان ، له پاکستانه پخپل وروستي سفر کې له ځان سره افغانستان ته راوړی دی .
مرتضوي په ډاګه کړې ، په افغانستان کې دموقتي حکومت دجوړولو پلان له مخکې ماته خوړلې ده .
د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ ویندوي صدیق صدیقي هم په دغه هیواد کې د موقته حکومت د جوړیدا په باب دحکمتیار دڅرګندونو په غبرګون کې وئيلي دي ، هغه په وروستیو کلونو کې له حکومتونو سره له مخالفتونو او له دغه شان څرګندونو پرته ، دافغانستان د ملت لپاره بل هیڅ پیغام نه دی درلودلی .
ګلبدین حکمتیار پاکستان ته له خپل سفره وروسته پرون په خبری ناستې کې وئيلي دي ، طالبانو ډله د اشرف غني په مشرۍ د افغانستان اوسنی حکومت نه مني او ددغه هیواد مشکلاتو د حل یوازینۍ لاره دیوه موقتي حکومت جوړول دي .
داپه داسې حال کې دي چې دقطر په دوحې کې له تیرې یوې میاشتې راهسې تر دې دمه د کابل حکومت او طالبانو ډلې ترمینځ د بین الافغاني خبرو د پیلیدا په تمه په لسګونو افغان مخور او سپين روبي د ایجنډا په برابرولو لګیادي او خبرې اترې خو لا پیل شوي هم نه دي چې دغه شان څرګندونو لا ترینګلتیاوې زیاتې کړي دي .