په افغانستان کې دې جګړه بنده او اوربندټینګ شي
ددینی عالمانو دغې غونډې ته چې بیګا ترسره شوي ،په پیل کې د افغانستان د ولسمشرلومړي سلاکار او ننګرهار والي ضیا الحق امرخیل په خپلو خبرو کې وویل تر دی به بله ستره خبره چيرته وي چې دهیواد دیوې مهمې جغرافيې دینی عالمان په یوه خوله د جګړې دبندیدو او اوربند دټینګیدو غوښتنه کوي .
زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ د افغانستان د ختیځو ولایتونوننګرهار،کونړ او لغمان څخه کابو یو زر دینی عالمان، ددینې مدرسو مدیران ، ښځینه دینې عالمانې او دغه راز ددینې مدرسو زده کوونکي په جلال ابادکې راټول شوي، په افغانستان کې ئې د جنګ جګړو د او د وینوبهولو د ختمیدا او په درست هیواد کې د اور بند د ټينګیدا غوښتونکي شول.
ددینی عالمانو دغې غونډې ته چې بیګا ترسره شوي ،په پیل کې د افغانستان د ولسمشرلومړي سلاکار او ننګرهار والي ضیا الحق امرخیل په خپلو خبرو کې وویل تر دی به بله ستره خبره چيرته وي چې دهیواد دیوې مهمې جغرافيې دینی عالمان په یوه خوله د جګړې دبندیدو او اوربند دټینګیدو غوښتنه کوي .د ننګرهار والي وویل هر څه پای لري او جګړه هم باید نوره پای ته ورسیږي.هغه په دې برخه کې د دینی عالمانو رول خورا مهم وباله او ویی ویل ،تاسو دیني عالمان باید دممبر له لاري دسولې دګټو او جګړې دزیانونو پیغام خلکو ته ورسوئ.
دننګرهار لغمان ، کونړ او ځينو نورو ولایتنو څخه په دغې غونډې کې ګډون کونکو دیني عالمانو په خپلو ویناؤ کې وویل په دینی او زده کړه ییزو مرکزونو بریدونه دده پر وینا اجرتي قاتلانو او دانسانانو په جامه کې ځناور ترسره کوي . دوي همداراز بیا پر دینی او زده کړه ییزو مرکزونو د بریدونو پر غندلو سربیره له حکومته وغوښتل چې دینی مدرسو ته پاملرنه زیاته کړي. دینی عالمانو بیا پر وسله والو طالبانو هم غږوکړ چې اوربند دې وکړي او له جګړو دې لاس واخلي ،ځکه جګړې هیواد له پرمختګه راګرځوي او پر کنډوالو یې بدلوي.
دې غونډې ته یو شمیر ښځینه دینی عالمانی هم ورغلې وې . د فخریی د نجونو دیوی دینی مدرسې مدیرې دنورو رورغلوښځينه دیني عالمانو به استازیتوب سره وویل جګړو خلک ستړي کړی او ددوام له امله یې خلک خپل اولادونه زده کړو ته نه پریږدي ځکه پر وینا یی هیڅ ځای د جګړو له ویری خوندی نه دی.
په افغانستان کې روانې وروستې جګړې ، دملکي وګړو مرګ ژوبله او په ځانګړې توګه پر کابل پوهنتون ډله ییز برید او پکې تر پنځوسو زیاتو محصلینو مرګ ژوبله په کور دننه او دباندې غندل کیږي خو له دې غندنو سره سره دجګړې او بریدونو زور نه اوبه کیږي او له یوې ورځې بلې ته سختیږي