قندوز کښې پنځه افغان ځواکونه ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94674-قندوز_کښې_پنځه_افغان_ځواکونه_ووژل_شول
د افغانستان د شمال په قندوز ولایت کښې د تلاشۍ پر یوې پوسټې د طالب ډلې په برید کښې پنځه کسان وژل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 07, 2020 13:34 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د افغانستان د شمال په قندوز ولایت کښې د تلاشۍ پر یوې پوسټې د طالب ډلې په برید کښې پنځه کسان وژل شوي دي.

د افغانستان د شمال په قندوز ولایت کښې د تلاشۍ پر یوې پوسټې د طالب ډلې په برید کښې پنځه کسان وژل شوي دي.

د افغانستان یو سیمه ایز چارواکي نن وویل چې امنیتي ځواکونو تیره شپه په شمالي ولایت قندوز کښې د تلاشۍ په پوسټو باندې د طالب ډلې حمله وتنبوله خو د دغې نښتې په دوران کښې پنځه تنه حکومتي ځواکونه وژل شوي او څلور تنه نور زخمي شول.

قندوز د افغانستان په شمال کښې پروت یو ناامنه ولایت دی چې په دې وروستیو کلونو کښې دوه ځلې د طالبانو له خوا ونیوې شو خو څه موده پس د افغان د ملي اردو او امنیتي ځواکونو په لاس د دغې ډلې له منګولو آزاد شو.