افغانستان د خواف ـ هرات د اوورګاډي پرانیستلو ته تیار دی
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان د هرات والي وحید قتالي د خواف ـ هرات د اوورګاډي د لارې پرانیستل د ایران له اسلامي جمهوریت سره د تجارت د پراختیا او د سیمې له نورو هیوادونو سره د افغانستان د ګنډل کیدا لپاره مهم ګام وباله .
وحید قتالي پرون د خواف ـ هرات د اووګاډي د لارې د پرانیستلو لپاره د هرات په غوریان ولسوالۍ کښې په شتون سره وویل له کلونو کلونو وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت او د افغانستان هڅو نتیجه ورکړه او اوس دواړه هیوادونه د اوورګاډۍ د پټلۍ له لارې له یوبل سره وصل کیږي چې دا د کابل او د تهران د تجارت د پراختیا لپاره یو (۱)ګام دی .
په همدې لړ کښې په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت پخواني سفیر محمد رضا بهرامي په ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې په یوه(۱) پیغام کښې لیکلي دي د خواف ـ هرات د اوورګاډي د لارې د کار پیلول د ایران له لارې ازادو اوبو ته د افغانستان د اوورګاډي د لاسرسي په معنا دی چې د تجارت او د ټرانزیټ په حوزه کښې کولای شي په دې لاره کښې د سیمې د هیوادونو د اتصالاتو د تحقق په برخه کښې د یوه (۱) جیو اکونومیک بدلون پیلامه ووسي .
د خواف- هرات د اوورګاډي لاره د افغانستان په بیخ بنايي پروګرامونو کښې راځي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کښې پیل شوي ده .
په دغه پروژې کښې څلور(۴) پړاونه یعني برخې شاملې دي چې د دریو (۳) برخو جوړول د ایران پرغاړه دي او د یوې (۱) برخې جوړول هم د افغانستان په غاړه دي .
ویل کیږي چې د اوورګاډي د پټلۍ پاتې او څلورم(۴) پړاو تر راتلونکو دوو (۲) میاشتو پورې خپل کار پیلوي .
د خواف ـ هرات د اوورګاډي لاره دوه سوه شل (۲۲۰) کلومیټره ده چې په څلورو (۴) برخو کښې اجرا کیږي چې درې (۳) برخې یې د ایران لخوا جوړې کړې شوي دي .
پر دې اساس د دغه اوورګاډي اوه اویا (۷۷) کلومیټرۍ پټلۍ په دوو (۲) برخو کښې د ایران په داخل کښې جوړه شوي ده او شپږ شپیته (۶۶) کلومیټره پټلۍ هم د دریمې (۳) برخې په توګه د سرحد له صفر سیمې څخه د افغانستان په هرات ولایت کښې د غوریان ولسوالۍ تر« روزنک» تم ځای یعني سټیشن پورې دوام درلودلی دی .