د خواف-هرات ریل لارې پرانیستې د افغانستان خلک ډیر خوشاله کړل
(last modified Fri, 11 Dec 2020 01:03:48 GMT )
Dec 11, 2020 05:33 Asia/Kabul
  • د خواف-هرات ریل لارې پرانیستې د افغانستان خلک ډیر خوشاله کړل

د خواف-هرات د ریل لارې د وړومبنۍ لیکې پرانیستې د افغانستان د خلکو د خوشالۍ له اوښکو سره غوټه خوړلې ده

د خواف-هرات د ریل لارې د وړومبنۍ لیکې پرانیستې د افغانستان د خلکو د خوشالۍ له اوښکو سره غوټه خوړلې ده

ایران پریس خبري آژانس لیکلي چې دغه ریل پټلۍ پرون د ویډیو کانفرنس له لارې د ایران او افغانستان د ولسمشرانو په وینا سره ګټه اخیستنې ته وسپارله شوه.

د ایران د اسلامي جموریت له ریل لارې سره نښلیدل د افغانستان لپاره ډیرې ګټې لري او دغه هیواد د ایران له لارې له قفقاز سیمې، عراق، ترکیې، اروپا، د افریقې شمال او د ایران په سویل کښې له آزادو سمندرونو سره تړل کیږي.

د افغانستان خلکو د ایران پریس خبریال ته ویلي چې د لیندۍ د میاشتې شلمه نیټه یې د هیواد لپاره یوه تاریخي ورځ ده او د ایران د اسلامي جمهوریت له حکومت او ولس څخه قدرونه کوي.

یوشمیر افغان ښاریزو د دې تاریخي ورځې په درنښت وویل چې ایران او افغانستان ګډ تاریخ او کلتور لءي او د ایران اسلامي جمهوریت د وړومبنۍ ریل لارې په جوړولو سره افغانستان له نړیوالو سره ونښلول.

 

ټیګونه