د افغانستان په مسئله کښې د شهید سردار سلیماني د رول څیړنه
د تبیان سیاسي او کلتوري مرکز مشر د افغانستان د ولسواکه حکومت په جوړولو کښې د شهید سردار سلیماني رول اغیزناک او مهم وباله
د تبیان سیاسي او کلتوري مرکز مشر د افغانستان د ولسواکه حکومت په جوړولو کښې د شهید سردار سلیماني رول اغیزناک او مهم وباله
آوا خبري آژانس لیکلي چې حجتالاسلام والمسلمین سید عیسی حسیني مزاري پرون (د افغانستان په لړ کښې د سردار قاسم سلیماني د رول جاجونه) ترعنوان لاندې ویبنار کښې وویل: د افغانستان خلک دنده لري چې له بل هر چا زیات د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندا ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني مننه وکړي ځکه چې د هغه پامته داره دي.
هغه زیاته کړه: په عراق، شام، لبنان، یمن او د اسلامي نړۍ په ډیرو هیوادونو کښې د شهید سردار سلیماني پراخ خدمات په پریکنده توګه د افغانستان له خلکو سره یو ډول مرسته وه.
حجتالاسلام والمسلمین سید عیسی حسینی مزاری، شهید سردار سلیماني د افغانستان په ټولو ډګرونو کښې اغیزناک کوباله او زیاته یې کړه چې د شهید سلیماني افکار د افغانستان د صلحې او ثبات په ګټه دي.
هغه هم داشان ټینګار وکړ چې باید د یو آباد او آزاد افغانستان د جوړولو په لړ کښې د شهید سلیماني له تجربو ګټه پورته کړې شي.