په افغانستان کښې د چاودنو له امله د لسګونو کسانو مرګ ژوبله
په افغانستان کښې ګڼ شمېر او اندېښمنونکو چاودنو په لسګونو کسان مړۀ يا ژوبل کړل.
له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې امنيتي سرچينو وويل، پرون مازيګر د کابل ښار په چهارقلا سيمه کښې د چاودنې له امله يو تن ووژل شو او درې نور ژوبل شول.
د ننګرهار والي هم پرون ويلي وو چې د دغه ولايت په خوګياڼو او شېرزاد ولسيوليو کښې د مائنونو په دريو چاودونو کښې د يو ماشوم په شمول څلور عامه وګړي ووژل شول او اته تنه نور عامه خلق هم ژوبل شول.
همدارنګ په اروزګان ولايت کښې د ملا علم نومې يو قامي مشر په کور کښې د اېښودل شوي بم د چاودنې له امله يو تن ووژل شو او پينځه نور هم ژوبل شول.
د بغلان د پولۍو د وياند جاوېد بشارت د دغې چاودنې په تئيدولو سره وويل د ملا علم زوے هم په ژوبلو کسانو کښې شامل دے.
همدارنګ د اروزګان والي هم وويل، په ګېزاب ولسوالۍ کښې د سړک غاړې مائن د چاودېدو له امله يو ماشوم ووژل شو او درې تنه نور هم ژوبل شول.
د هرات د پوليسو وياند عبدالاحد ولي زاده هم وويل، ناپېژندل شويو وسله والو کسانو پرون په دغه ولايت کښې په يو فوځي ګاډي باندې د مقناطيسي بم په حمله کښې درې فوځيان ووژل او څلور يې نور هم ژوبل کړل.
که څه هم تر اوسه د دغو چاودنو ذمه واري چې کس يا ډلېپه غاړه نه ده اخېستې خو افغان حکومت طالب ډلې د دا ډول چاودنو ذمه واره بولي.
په تېرو څو هفتو کښې د کابل په شمول د افغانستان مختلفې سيمې د ګڼ شمېر چاودنو،حملو او د شخصيتونو او رسانه اي او قضائي کارکونکو د هندفنو وژلو کتونکې وې چې دغې چارې د افغانستان د خلقو او چارواکو قهر راپارولے دے خلق استخباراتي او امنيتي ادارې د امنيت په ټينګولو کښې په کوتاهۍ تورنوي.