د افغانستان جنګ ضده ارګان د ملکي وګړو د وژلې په بندیدو ټینګار وکړ
په هرات کښې د ملکي خلکو د حفاظت په نامه ډلې یوشمیر غړو د افغانستان په کورني جنګ کښې بیګناه افغانانو د وژلې د بندیزدو او د ښکیلو لورو له خوا د هغوي د حقوقو پر خیال ساتل کیدو ټینګار وکړ.
په هرات کښې د ملکي خلکو د حفاظت په نامه ډلې یوشمیر غړو د افغانستان په کورني جنګ کښې بیګناه افغانانو د وژلې د بندیزدو او د ښکیلو لورو له خوا د هغوي د حقوقو پر خیال ساتل کیدو ټینګار وکړ.
د افغانستان په لویدیځ کښې د غیرپوځي خلکو د ساتنې د کاري ډلې مسئول سید اشرف سادات په دغې خبري غونډې کښې وویل: په دوحه کښې بین الافغاني خبرواترو تراوسه هیڅ ګټه نه ده کړې او د دغو مذاکراتو په پیلیدو سره نه یوازې شخړې کمې شوې نه دي بلکې لاپسې زیاتې شوې هم دي.
هغه وویل چې د مذاکراتو بې نتیجې پاتې کیدو تاوتریخوالی لازیات کړی دی او په استوګنو، ښاري او زیات نفوس لرونکو سیمو کښې جنګي تحرکات دوام لري.
د دغې ډلې یو بل غړي آقا ملنګ بوراني هم وویل چې په تیرې یوې میاشتې کښې د دغه ولایت په پشتون زرغون، کهسان، اوبه، غوریان، کوه زور او مرکزي شینډنډ ولسوالیو کښې جنګ لا ګرم شوی دی.