له امریکا سره د شوي موافقې اجرا جنګ کمولی شي
افغانستان هماغه راز په جنګ او اور کې سوځي ، داور بند دټينګیدا و دتاؤتریخوالو دکمولو لپاره هلې ځلې بې نتیجې پاتې دي او په دوحې کې د طالبانو ډلې او کابل حکومت ترمینځ د سولې خبرې اترې هم بندون ته رسیدلي دي
زمونږخبریال د صداي افغان خبري آژانس له قوله راپور راکړ د په قطر کې د طالبانو ډلې د سیاسی دفتر مشر ملاعبدالغني برادر دامریکا ولس ته دخطاب په پيغام کې وئيلی دي ، ددغه هیواد چارواکي، د دوحې په موافقې په سترګو پټولو سره په افغانستان کې د جنګ او وژلو د پراختیا او دغه راز د سولې د خبرواترو ددریدا لامل شوي دي
ملابر عبدالغني برادر ټينګار کړی ، طالبان له امریکا سره په شوي موافقې کې خپلو ژمنو ته پابند دي او امریکا دې هم له کوم شرط پرته دخپلو پوځیانو په ویستلو سره په سمه دې په د غې موافقې عمل وکړي .
دطالبانو دسیاسی مرستیال ، دقطر د سیاسی دفتر رامینځة کیدا ، په نړیوالو غونډو کې ددغې ډلې ګډون او د دوحې د موافقې لاسلیک کیدا، دسولې په زمینې کې خپلو ژمنو باندې عمل او د جنګ دختمولو لپاره ددغې ډلې دکلک هوډ نښه بللې ده . داپه داسې حال کې دي چې افغانستان هماغه راز په جنګ او اور کې سوځي ، داور بند دټينګیدا و دتاؤتریخوالو دکمولو لپاره هلې ځلې بې نتیجې پاتې دي او په دوحې کې د طالبانو ډلې او کابل حکومت ترمینځ د سولې خبرې اترې هم بندون ته رسیدلي دي ، ځکه هم طالبان او هم دکابل حکومت پخپلو دریځونو کلک ولاړ دي او همدارازد امریکا ئي لوري په ګوت وهنو سره یو لوری هم پخپل دریځ کې نرمښت ته نه تیاریږي او دا یوازې د افغانستان ولس دی چې د کرغیړنو کړچارونو په نتیجې کې د جنګ د ډ ګر قربانیان دي .