افغانستان کښې د سونګو بیې ډیرې زیاتې شوي
زمونږ خبریال وايي له اورلګیدا وروسته د اسلام قلعه د ګمرک د کاربندیز او د فعالیت له بندیدا وروسته په کابل ښار کښې د سونګو توکو بیې دوه (۲) برابره زیاتې شوي دي .
په کابل ښار کښې د یوه(۱) کلوګرامه مایع ګازو بیو له پنځوسو (۵۰) افغانیو څخه اوس سلو(۱۰۰) افغانیو ته رسیدلي ده او د یوه(۱) لیټر پیټرول او ډیزلو بیه هم له پینځه دیرش (۳۰) افغانیوڅخه شپیتو(۶۰) افغانیو ته ورزیاته شوي ده .
همدا اوس د افغانستان په شمال کښې د ټرانسپورټ شرکتونو او ټرک چلونکو د دغه هیواد د شمال په لویه لاره کښې په غیر قانوني ډول د پیسو او د رشوت په اخیستلو باندې اعتراض کې له تیرو دریو (۳) اونیو راهسې کاربندیز کړی او له تیرو دوو(۲) اونیو راهسې د افغانستان د صرافانو عمومي بندیز هم تراوسه دوام لري .
بلې خوا د افغانستان د هرات د اسلام قلعه د ګمرک په اور کښې د تیلو په سلګونو ټانکرونه سوزځیدلي دي او له دغه ګمرک څخه د سونګو موادو د واردیدا بهیر هم دریدلی دی