له طالبانو ډلې سره د سولې لپاره ښه فرصت ترلاسه شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96920-له_طالبانو_ډلې_سره_د_سولې_لپاره_ښه_فرصت_ترلاسه_شوی
امریکا د افغانستان په جنګ کې دوه ګوڼی کړچار لري له یوه پلوه ددغه هیواد له پوځ سره دپوځي تجهیزاتو مرستې کوي او له بل پلوه له طالبانو ډلې څخه په ملاتړ اوپه لمسونکو او دوکه ورکونکو اقداماتو سره ، د اشرف غني دحکومت د لیرې کولو او په افغانستان کې د موقته حکومت د جوړولولپاره هڅه کوي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 25, 2021 09:37 Asia/Kabul
  •   له طالبانو ډلې سره  د سولې لپاره ښه فرصت ترلاسه شوی

امریکا د افغانستان په جنګ کې دوه ګوڼی کړچار لري له یوه پلوه ددغه هیواد له پوځ سره دپوځي تجهیزاتو مرستې کوي او له بل پلوه له طالبانو ډلې څخه په ملاتړ اوپه لمسونکو او دوکه ورکونکو اقداماتو سره ، د اشرف غني دحکومت د لیرې کولو او په افغانستان کې د موقته حکومت د جوړولولپاره هڅه کوي

زمونږخبریال راپور  راکړ ، د افغانستان ولسمشر اشرف غني ددې خبرې په کولو سره چې دم ګړۍ  له طالبانو ډلې سره دسولې لپاره  ډيره ښه زمینه بربره شوي ، له کوم توضیح پرته پر طالبانو غږ کړی ،جنګ او وژلې دې پاي ته ورسوي او په دغه هیواد کې دې دسولې  دټينګیدا  او داوربند د راوستو لپاره زمینه برابره  کړي  څو ولس  د تل لپاره  خپل ژوند ته د آرامښت په کمال کې هیله مند ووسي .

  د افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا مشر عبدا...عبدا... هم له دې مخکې  په دغه هیواد کې دایمي سولې ته درسیدا لپاره  پر سیمه ایز ملاتړ ټینګار کړی اود سولې په بهیر کې ئې د چټکتیا غوښتنه کړې ده .

 د سیمې سیاسی کارپيژاندي په دې اند دي چې  امریکا له طالبانو ډلې سره د قطر د تش په نامه سولې په موافقې په سترګو پټولو سره ،  له افغانستانه   د درستو بهرنیو عسکرو  په نه ویستلو سره  نه یوازې د سولې  خبرواترو ته جدي تاوان رسولی و بلکې  د عامو خلکو قتل عام ، ټارګټ کلینګ ، جنګ او ترهه ګرې  حملې او بمي چاودنې ئې نوره هم زیاتې کړي دي .

 امریکا  د افغانستان په جنګ کې دوه ګوڼی   کړچار لري  له یوه پلوه  ددغه هیواد له پوځ سره  دپوځي تجهیزاتو مرستې کوي او له بل پلوه  له طالبانو ډلې څخه په ملاتړ اوپه لمسونکو  او دوکه ورکونکو اقداماتو سره ، د اشرف غني دحکومت د لیرې کولو او  په افغانستان کې د موقته حکومت د جوړولولپاره  هڅه کوي ،  او په همدې خاطر  د  دغه هیواد ولس او حکومتي چارواکي وائي په امریکا هیڅکله هم اعتماد نشي کیدلی، ځکه صداقت نه لري او  دا موضوع پر درستو نړیوالو  ثابته شوي هم ده .