په هرات کې بم چاودنې دلسګونو کسانو وینه وبهوله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96938-په_هرات_کې_بم_چاودنې_دلسګونو_کسانو_وینه_وبهوله
افغانستان د فاع وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ، د غزني ولایت په ځینو سیمو کې د طالبانو د مرکزونو او مورچلو په ضد په هوائي بمباریو کې ۳۲وسلوال طالبان وژل شوي او یو شمیر نور هم ټپیان شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 25, 2021 14:08 Asia/Kabul
  • په هرات کې بم چاودنې دلسګونو کسانو وینه وبهوله

افغانستان د فاع وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ، د غزني ولایت په ځینو سیمو کې د طالبانو د مرکزونو او مورچلو په ضد په هوائي بمباریو کې ۳۲وسلوال طالبان وژل شوي او یو شمیر نور هم ټپیان شوي دي .

زمونږ خبریال دشفقنا خبری اژانس له قوله راپور راکړ  د افغانستان  د هرات ولایت دکهسان ولسوالس په قدوس آباد کې بیګا د اربکیانو پر ګاډي بم چاودنه شوې چې له امله ئې شپږ کسان وژل شوي او یو شمیر  نور هم ټپیان شوي دي .

 راپور ښئ دغه چاودنه  د  امنیتی ځواک او طالب وسلوالو ترمینځ  د نښتې لامل شوي ، چې   پکې یو شمیر مرګ ژوبلې  نوره هم اوښتي دي .

په یوه بل خبر کې وئيل  شوي دي ، افغانستان د فاع وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئيلي دي ، د غزني ولایت  په ځینو سیمو کې د  طالبانو د مرکزونو او مورچلو په ضد په هوائي بمباریو کې  ۳۲وسلوال طالبان وژل شوي او یو شمیر نور هم ټپیان شوي دي . په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي چې  په کندهار او زابل ولایتونو کې هم  دطالبانو پر مورچلو هوائي عملیات شوي چې تر دې دمه ئې د  احتمالی  مرګ ژوبلو په باب کوم راپور نه دی ترلاسه شوی .

 د افغانتسان په مختلفو سیمو کې  د وسلوالو  کسانو او امنیتي مامورانو ترمینځّ دغه نښتې او اخ وډپ  په داسې حال کې دی چې  په قطر کې د طالبانو ډلې او کابل حکومت  ترمینځ د بین الافغاني خبرواترو دوهم پړاؤ  هم بندون ته رسیدلی او  افغان ولس ورڅخه ناامید شوی دی .