پاکستان قطرسره دګیسو دوارداتو لس کلن تړون لاسلیک کړ
له قطر څخه د پاکستان د ګیسو د وارداتو تړون په داسې شرائطو کې دی چې اسلام اباد د ایران پاکستان د سولې د پایپ لاین د تړون د لاسلیک کیدا څه د پاسه شپږو کلونو له تیریدا سره سره ، تر دې دمه په دې زمینې کې د خپلو ژمنتیاؤ د اجرا لپاره هیڅ عملی اقدام نه د ی کړی .
ایرناخبری آژانس راپور ورکړی ، د پاکستان د تیلو او انرژۍ دچارو زویر عمر ایوب خان پرون له خپل قطري همڅنګ سره په یولړ دستورو کې د پا کستان د لومړي وزیر عمران خان په شتون کې له قطر څخه د ایل این جي مائع ګیسو د دیرش میلیون ټنه واریداتو لپاره لس کلن تړون لاس لیک کړ .
د اسلام اباد دچارواکو په وینا ، له قطر سره اوسنی تړون چې یو لړ اصلاحات پکې شوي دي ، هغه تړون ته ورته دی چې پاکستان څو کاله مخکې د مائع ګیس د وارداتو لپاره له قطر سره د شلو کالو لپاره لاسلیک کړی ؤ .
د پاکستان دلومړي وزیر ځانګړی سلاکار ندیم بابر هم وئيلی دي ، له قطر سره د مایع ګیسو په اړه نوی تړون لابشپړتر دی او په هرو څلورو کلونو کې به نوی شي .
پاکستان ډير زیات د انرژۍ په تیره بیا د ګیسو له کمښت سره مخامخ دی اوپه ژمي کې دپاکستان په زیاترو ښارونو او نورو سیمو کې دګیسو له غوڅیدا سره لاس اوګریوان وي .