په افغانستان کې د اور بند ټینګیدا دسولې لپاره زمینه هواروي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97082-په_افغانستان_کې_د_اور_بند_ټینګیدا_دسولې_لپاره_زمینه_هواروي
افغان چارواکي په زلمي خلیلزاد هیڅ باؤر او ډاډ نه لري ، ځکه چې هغه د سولې دخبرواترو دبندون اصلي عامل ګڼي چې په افغانستان کې د موقته حکومت په جوړولو پسې دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 01, 2021 08:38 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د اور بند ټینګیدا دسولې لپاره زمینه  هواروي

افغان چارواکي په زلمي خلیلزاد هیڅ باؤر او ډاډ نه لري ، ځکه چې هغه د سولې دخبرواترو دبندون اصلي عامل ګڼي چې په افغانستان کې د موقته حکومت په جوړولو پسې دی .

زمونږخبریال دصدای افغان خبري آژانس له قوله راپور راکړ د  افغانستان د ملی مصالحې د عالی شورا دفتر نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئيلي دي ،د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد نن سهار له عبدا... عبدا....سره  لیده کاته کړي او د امریکا د نوي حکومت له خوا ئې د سولې دخبرواترو دبهیر او په موافقې د بیا کتنې په باب  خبرې اترې کړي دي .

 همداراز عبدا... عبدا...  او خلیلزاد  په دوحې کې د ددغو خبرواترو د دوهم پړاؤ د بهیر د چټکولو ، د تاؤتریخوالو د کمیدا او  په افغانستان کې د دایمي سولې دترلاسه کولو په باب بحث او دنظر تبادله کړې ده .

 دغه خبرې اترې په داسې حال کې ترسره  کیږی ، چې ټاکل شوې ده خلیلزاد د پاکستان ،متحده عربي اماراتو  په څير ځینو سیمه ایزو او نورو  هیوادونو ته هم سفرونه وکړي .خو سیمه ایزو هیوادونو ته د افغان توکمه امریکائي ډيپلوماټ دغه سفرپه داسې حال کې چې تردې دمه دغه ډول سفرونو هیڅ نتیجه نه ده درلودلي  او یوازې د ا فغانانو ترمینځ  د سولې دخبرواترو ددریدا او دجنګ او وژلود پراختیا لامل شوي  دي.

افغان چارواکي په زلمي خلیلزاد  هیڅ باؤر او ډاډ نه لري،ځکه چې هغه د سولې دخبرواترو دبندون اصلي عامل  ګڼي چې په افغانستان کې د موقته حکومت په جوړولو پسې دی .