افغان ولسمشر د انتخاباتو له لارې د حکومت په انتقال تاکيد وکړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د انتخاباتو له لارې د حکومت انتقال د صلحې د بهير د کاميابۍ لپاره په دغه هېواد کښې د نه معاملې وړ يو اصل وبلۀ.
د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې محمد اشرف غني نن د ولسي جرګې د اولسمې دورې د دريم کاري کال د پرانېستې په مراسمو کښې وويل، اقتدار ته د رسېدو يوازېنۍ لار انتخابات او د خلقو رائې دي او زياته يې کړه د انتخاباتو او د هغو د وخت د ټاکلو لپاره بحث کولو ته چمتو دے.
نوموړي په همدې هدف جوړو شویو مراسمو ته د دولت د رییس په توګه د افغانستان د درېیو قوو تر منځ پر همغږۍ ټینګار وکړ.
ولسمشر غني په ورته وخت کې د سولې په تړاو هم څرګندونې وکړې.
هغه وویل، ۴۲ کاله کېږي چې افغانان د سولې له اساسي حق څخه بې برخې دي او په وینا یي، سوله نه یوازې د افغانانو لپاره یوه غوښتنه، بلکې سپېڅلی هدف دے.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې رییس میر الرحمن رحماني دې غونډې ته په خپرو کې وویل چې ولسي جرګه په هېواد کې د تاوتریخوالي کمېدو غوښتونکې ده او پر طالبانو یې غږ وکړ چې تاوتریخوالی کم کړي او د مذاکراتو مېز ته راوګرځي.
په دې وروستيو کښې د طالب ډلې د مذاکراتي ټیم غړي محمد عباس ستانکزي ماسکو ته په سفر کښې وويل: په داسې صورت کښې چې اشرف غني استعفاء ورکړي، نو طالبان د يو نوي حکومت لپاره خبرو اتر ته حاضر دي.