د بامیان خلکو اعتراضي تجمع کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97306-د_بامیان_خلکو_اعتراضي_تجمع_کړې
د افغانستان د بامیان سلګونه خلک په ننګرهار ولایت کښې د هزاره کارګرانو په وژل کیدو باندې په اعتراض کښې راغونډ شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 07, 2021 03:52 Asia/Kabul
  • د بامیان خلکو اعتراضي تجمع کړې

د افغانستان د بامیان سلګونه خلک په ننګرهار ولایت کښې د هزاره کارګرانو په وژل کیدو باندې په اعتراض کښې راغونډ شول.

د افغانستان د بامیان سلګونه خلک په ننګرهار ولایت کښې د هزاره کارګرانو په وژل کیدو باندې په اعتراض کښې راغونډ شول.

د بامیانو سلګونو تنو اوسیدونکو پرون په یوه غونډه کښې د افغانستان د ختیځ په ننګرهار ولایت کښې د اوو تنو هزاره کارګرانو وژله په کلکه وغندله او د دغه جنایت د عاملانو په پيژندل کیدو، محاکمه کیدو او سزا کیدو یې ټینګار وکړ.

هغوي په بامیانو کښې د بشري حقوقو د کمیشن د سیمه ایز دفتر مخې ته په راغونډیدو سره یولړ شعارونه ورکړل.

معترضانو د دغې غونډې په پاې کښې د یو پریکړه لیک په صادرولو سره وویل: د افغانستان له حکومته غواړو چې د خلکو د وژلې د مخنیوي په لړ کښې زرترزره عملي اقدامات غوره کړي څو په راتلونکي کښې داسې جنایتونه ترسره نه شي.

د ویلو ده چې درې ورځې مخکښې نامعلومو وسله والو د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کښې د ګچو د تولید په یوې کارخانې کښې د بامیانو د هزاره قام اووه کارګران په ډیرې بې دردۍ سره وژلي وو.