کونړکې دیو روغتیایی مرکز مشر د ماین په چاودنه کې ووژل شو
Mar 08, 2021 14:04 Asia/Kabul
د کونړ دعامی روغتیا ریس ډاکتر عزیز الرحمن ساپی وایي د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ دیوه ګل درې د چلس سیمی د روغتیایی مرکز مشر ډاکتر ګل محمد تیره ورځ ناوخته له وړاندې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله ووژل شو.
نوموړي وویل چاودنه هغه مهال وشوه چې ډاکتر ګل محمد له خپل کار ځای څخه د موټر پر لور روان و . د کونړ د عامی روغتیا ریس وویل وژل شوی ډاکتر ګل محمد تازه له یوې بلې ولسوالۍ څخه دغه سیمې ته راتبدیل شوی و . بل پلو په سیمه کې عینی شاهدانو ویلي چې په دې سیمه کې د حکومت واک نشته او ډیری وختونه پکې داعش او طالبان له یو بل سره نښتې کوي . شاهدان وایي دهمدې روغتیایی مرکز ته څیرمه د وسله والو طالبانو دیو سیمه ییز قوماندان کور هم دی تر اوسه ددولت کومی مخالفی ډلی ددی پیښې پړه پر غاړه نده اخیستې
ټیګونه